تازه خبرونه

د ټاکنو بایومتریکي معلومات د خلکو ګډون توپیري ښيي- چارواکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو ویلي، چې ښايي د ولسمشریزو ټاکنو اته تر نهه سوه زره رایې باطلې شي؛ ځکه، چې اوس هم بایومتریکي معلومات په ټاکنو کې د خلکو د ګډون شمېر توپیري ښيي.

له ولسمشریزو ټاکنو څخه یوه میاشت تېریږي؛ خو اوس هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دقیقه توګه نه پوهیږي، چې څومره خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

د ټاکنو له ترسره کیدو سملاسي وروسته، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اټکل له مخې وویل، چې دوه میلیون و اووه سوه زره خلکو رایې کارولي دي.

وروسته یې په ډاګه کړه؛ بایومتریکي معلومات ښيي، چې یو میلیون او نهه سوه زره کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی، خو اوس داسې شمېر وړاندې کوي، چې په ټاکنو کې د اټکل له مخې یو میلیون او اته سوه زره کسانو ګډون کړی دی.

په دې شمېر کې د یو سل و اووه دېرش زره رایو تفاوت لیدل کیږي، چې د نوماندانو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړیو لپاره هم د اندېښنې وړ ښکاري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وايي، چې له درملوګ شرکت څخه یې د شمېر د تفاوت په اړه معلومات غوښتي؛ خو دغه شرکت تر اوسه معلومات ندي ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي اورنګ زیب ويلي، چې د رایو بایومتریکي سرور یا زیرمه د درملوګ شرکت په واک کې ده؛ مونږ یوازې معیارونه وړاندې کوو او هغوی یې پلې کوي؛ نو ، ځکه دوی نشي کولی د رای ورکوونکیو دقیق شمېر په ډاګه کړي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ ښايي له اووه تر نهه سوه زره  بې بایومتریک رایې باطلې شي.

دا، چې ولې د بایو متریک رایو په اړه متفاوت شمېر ورکول کیږي؛ دې کار د ټاکنو څارونکي بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ پروګرامونو مدیر نعیم اصغري وایي؛ په ۱۳۶ زره رایو کې توپیر لیدل کیږي؛ دغه توپیر، ځکه رامنځته شوی، چې درملوګ تکراري رایې پاکې کړې دي.

نیوکې دا دي، چې د کمیسیون او درملوک شرکت تر منځ همغږي نشته او د رایه ورکوونکو متفاوتې شمیرې د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غړې صغرا سادات ویلي، چې د معلوماتو له وړاندې کولو داسې ښکاري، چې د کمیسیون او درملوګ شرکت تر منځ همغږي نشته.

د درملوک شرکت له پاکو رایو د ناپاکو رایو د بېلولو دنده هم پرغاړه لري، چې د رایو تر چاڼ وروسته ښايي د ټاکنو خپلواک کمیسیون وتوانیږي د رای ورکوونکیو بشپړ شمېر اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پخواني مهالوېش له مخې؛ د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د تلې پر اووه ویشتمه اعلان شوې واي؛ خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون  تازه مهالوېش په ډاګه کړې، چې لومړنۍ پایلې به د لړم پر درویشتمه اعلان شي.

Trending

Exit mobile version