تازه خبرونه
د ټاکنیزو بنسټونو دوه یمه مشورتي ناسته هم بې پایلې پای ته ورسیده
دې ناستې ته، چې شاوخوا شپږ ساعته روانه وه؛ د ټاکنډلو، سیاسي بهیرونو، رسنیو او د بهرنیو هېوادونو استازي هم ورغلي وه.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ټینګار کوي، چې د ټاکلي وخت بایومتریک شوې رایې به د اعتبار وړ وي.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون رییسه زهره بیان شینوارې وایي؛ له روان ټاکنیز بخران څخه د وتلو یوازنۍ لار د ټاکنیزو لوایحو، کړنلارې او قوانینو پلي کول دي. یوازې د ټاکلي وخت بایومتریک شوې رایې به د اعتبار وړ وي.
دا ناسته همداسې روانه وه، چې په کې لفظي شخړې وشوې، ځینو معترض لوريو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پر کمزورتیا او ناغېړیو تورنوي. که څه هم دوی د درې سوه زره جنجالي رایو د باطلیدو غوښتنه لري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په غصه خبرداری ورکړ، چې تر ماښامه پایله اعلانوم؛ لاس د ټولو خلاص.
د ناستې په منځ او پای کې هم لفظي شخړې او ناندرې وشوې؛ خو دولت جوړونکې ډله او همفکره یې وایي، چې ژر دې د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان شي.
د دولت جوړونکې ټاکنډلې د کمپاین د دفتر رییس عمر داودزي وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کار پای ته رسیدلی او یوازې د لومړنیو پایلو د اعلان مخې ته سیاسي خنډونه پراته دي.
داسې ښکاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي د ټاکنو د لومړنیو او قسمي پایلو په اعلان کې همنظره دي.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون ناسته هم بې پایلې پای ته رسیدلې؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي وایي، د اووه ویشت ولایتونو تخنیکي چارې بشپړې شوي او که د اووه ولایتونو د رایو بیا شمېرنې لپاره زمینه برابره نشي، د ټاکنو قسمي پایله به اعلان کړي.
لومړۍ مشورتي ناسته د ملګرو ملتونو، ټاکنو خپلواک کمیسیون، سیاسي ډلو او رسنیو په ګډون؛ ځکه بې پایلې تر سره شوه، چې د ثبات او همپالنې ډلې د ټاکنو کمیسیون بې پروا وګاڼه او له یادې ناستې ووتل.