بلخ @ps
د ټاکنو تقلبي پایلې د منلو ندي- داکترعبدالله عبدالله
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند داکتر عبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۳) په بغلان ولایت کې له خپلو هغو پلویانو سره ولیدل، چې له اوونیو راپدیخوا یې په دې ولایت کې د ټاکنو خپلوک کمیسیون دروازه تړلې وه.
داکترعبدالله عبدالله خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې، چې د رایو په بیا شمېرنه کې برخه واخلي او په پوره همکارۍ یې وڅاري؛ ځکه هیچا ته به د تقلب او قانون ماتونې وخت ورنکړي.
په بغلان کې د ثبات او همپالنې ډلې د ټاکنیز کمپاین رييس محمد مصطفي محسني خبرداری ورکړ، چې که کمیسیون تقلبي رایې له پاکو رایو بېلې نکړي؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د کمیسیون دروازې به وتړي.
په بغلان کې د ثبات او همپالنې ډلې غړې ګلالۍ خرد ټينګار کړی؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید درې سوه زره جنجالي رایې، چې د دوی پر باور تقلبي دي، باید باطلې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغو اووه ولایتونو د شکمنو رایو د بیا شمېرلو لپاره له چمتووالي خبر ورکړی او د څرګندونو له مخې به یې سر له سبا د یادو رایو بیا شمېرنه پیل او دوه درې ورځو کې به د ولسشمریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام کړي.