تازه خبرونه

د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې اشرف غني ګټونکی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې، چې اعلام یې نږدې درې میاشتې وځنډیده؛ نن یکشنبه( د مرغومي لومړۍ / د دسمبر ۲۲) له غرمې مخکې په یوه خبري ناسته کې په ډاګه شوې.

د دغو پایلو له مخې؛ اشرف غني د  ۵۰٫۶۴  رایو پخپلولو له ټولو ډېرې رایې خپلې کړې دي.

د یادو ټاکنو بل نوماند داکتر عبدالله  عبدالله د  ۷۲۰۹۹۰ رایو په تر لاسه کولو دوه یم ځای خپل کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیسه حوا علم نورستانۍ وايي، چې دا پایلې وروستۍ ندي او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنو له بشپړیدو وروسته به وروستۍ پایلې اعلان شي.

د یادو ټاکنو اړوند نوماندانو په لاندې ترتیب لومړنۍ پایلې تر لاسه کړې دي:

نوماند

د رایو شمېر 

سلنه

محمد اشرف غنی

923868

50.64%

عبدالله عبدالله 

720990

39.52%

گلبدین حکمتیار

70242

3.85%

رحمت الله نبیل

33921

1.86%

دکتور فرامرز تمنا

18066

0.99%

سید نورالله جلیلی

15526

0.85%

عبدالطیف پدارم

12608

0.69%

عنایت الله حفیظ

11374

0.62%

محمد حکیم تورسن

6504

0.36%

احمد ولی مسعود

3942

0.22%

محمد شهاب حکیمی 

3324

0.18%

غلام فاروق نجرابی

1606

0.09%

محمد حنیف اتمر

1565

0.09%

نور رحمان لیوال

865

0.05%

داکتر اشرف غني د لومړنیو پایلو په درشل کې له بري وروسته یوې خبري ناستې ته څرګند شو او وایي، چې دولت جوړووونکې ډله، ملت جوړوونکې ده او هغو، چې بله طرحه لرله اوس دې بل فکر وکړي.
غني وايي؛ مونږ جمهوریت غوښته او جمهوریت خوندي شو.
هغه دا هم وویل، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو پایله ده او دوی د جمهوري ریاست ژغورونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې د اړوند ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلام پر درغلیو ولاړ بولي او څرګندوي، چې دغه پایله پرته له دې، چې د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه زمونږ اندېښنې په پام کې ونیول شي؛ اعلام شوې او مونږ ته د منلو وړ هم نده.  

Trending

Exit mobile version