تازه خبرونه
د ټاکنو د لومړنۍ پایلې اعلان د منلو ندی- ټاکنډلې
د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د ثبات او همپالنې ټاکنډلې په ګډون زیاترو ټاکنډلو د دغو پایلو مخالفت کړی؛ رحمت الله نبیل ویلي، چې کمیسیون د پایلو په اعلان کې ناپېیلتوب ندی ساتلی او ګلبدین حکمتیار هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان فرمایشي ګڼلی دی.
له دریو میاشتو ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان بریالی شو.
د دولت جوړوونکې تاکنډلې زیاترو سیالو ډلو د کمیسیون لخوا د ټاکنو د لومړنیو پایلو پر اعلان غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی ته دغه پایلې د منلو ندي.
دوی وايي، چې کمیسیون د دوی غوښتنې په پام کې ندي نیولي او درې سوه زره جنجالي رایو ته یې اعتبار ورکړی دی.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویلي، چې د کمیسیون دا اعلان له قانون، کړنلارو او لوایحو سرغړونه ده او دوی یې نه مني.
د نوماندانو شورا، چې د کمیسیون پر چارو نیوکې کوي؛ د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یې ویلي، چې اوس د ملي مشارکت د حکومت د جوړښت وخت را رسیدلی دی.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي، چې د نوماندانو شورا له یوه ځواکمن دریځه په ډاګه کوي، چې: نه دا پایله مني اونه به هغه ومني، چې له دې وروسته اعلانیږي. مونږ د ملي مشارکت د حکومت پر جوړولو کار روان کړی او له ټولو لوریو سره په اړیکو کې یو. ډېر ژر به د هېواد د ټولو مشرانو په ګډون د ملي مشارکت حکومت جوړ شي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنډلې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا په فرمایشي توګه لومړنۍ پایلې اعلان شوې دي.
د حکمتیار دوه یم مرستیال مفتي حفیظ الرحمن نقي څرګنده کړې: د دوی له بحثونو او غوښتونو ښکاره وه، چې لیوني شوي او دا پایله یې فرمایشي ولوسته؛ ځکه، چې ددې پایلې اعلان له عقلي، قانوني او ټولنیز منطق سره هیڅ تړاو نلري.
د رحمت الله نبیل په رهبرۍ د امنیت او عدالت ټاکنډلې هم ویلي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ناپېیلتوب ته پاملرنه نده شوې. د دوی په باور دغه ډول پرېکړې به هېواد بحران ته یوسي او بیه به یې خلک پرې کړي.