تازه خبرونه
د ټاکنیزو کمیسیونونو پخواني کمیشنران پر دوه نیم کاله بند محکوم شول
له ادارې فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي محکمي مشره انیسه رسولي زیاتوي، یوولس کمیشنران باید د خسارې جبران هم ورکړې.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه قاطع او وورستۍ نده، تورن کسان کولی شي د تمیز غوښتنه وکړي.
د ټاکنیزو کمیسیونو پخوانیو رییسانو هر یو عبدالبدیع صیاد او عبدالعزیز اریایي له درندو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي محکمي دغه پرېکړه سیاسي بولي او وایي، چې په ۴ محلونو کې ۲۴۸ رایې باطلول ټاکنیز جرم ندی؛ ځکه، نو له درندو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي محکمې دغه پرېکړه سیاسي ده.
یادو کمیشنران په تېرو پارلماني ټاکنو کې له دندې څخه پر ناوړه ګټې پورته کولو، د رایو پر اضافه کولو او بډو اخیستلو تورن دي.
دا د یادو کمیشنرانو دوه یمه محکمه وه، له دې مخکې د روان کال د وږي میاشتې پر ۱۲نېټه لومړنۍ محکمې هم یاد کمیشنران هر یو پر پېنځه ـ پېنځه کاله بند محکوم کړي وه.