Connect with us

تازه خبرونه

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ایران سره لنډمهاله تګ راتګ ودرول شو

خپور شوی

د

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر په ډاګه کړې، چې هېواد مو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره له ایران سره هر ډول هوايي او ځمکني تګ راتګ بند کړ.

دغه راز د ملي امنیت د سلاکار داکتر حمدالله محب په مشرۍ د سکتوري وزارتونو او ادارو په ګډه ناسته کې  پرېکړه شوې، چې په هېواد کې دننه له دې ویروس سره د مبارزې او له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات دې هم ودرول شي.

دعامې روغتیا وزیر داکتر فیروز الدین فیروز دغې ناستې ته ویلي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته واقعه نده ثبت شوې؛ خو د مریضانو د تشخیص، قرنطین او درملنې لپاره په مرکز او ولایتونو کې پوره چمتووالی نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، له دې ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي، چې په ورځ کې په پرلپسې توګه پر صابون لاسونه پرېمینځي، تل ماسکونه واغوندي او له نااړینو ټولیدو ډډه وکړي؛ ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.

په هېواد کې له  کرونا ویروس سره د مبارزې په نننۍ ناسته کې پرېکړه شوې، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره ډېر کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه وساتل شي.

همدا رنګه پرېکړه شوې، چې په مرکز او ولایتونو کې د همږغۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړې کمېتې جوړې او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.

د ناستې برخوالو د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په ایران کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي، چې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.

په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ته سپارښتنې شوي، چې د راتلونکیو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د تجارت او ترانزیت د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د ایران له قم څخه هرات ولایت ته له  راستانه شويو درې شکمنو هراتیانو له ثبت خبر ورکوي، چې دمګړۍ د هرات ولایت په انتاني روغتون کې قرنطین شوي دي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!