تازه خبرونه
د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له ایران سره لنډمهاله تګ راتګ ودرول شو
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر په ډاګه کړې، چې هېواد مو د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لنډې مودې لپاره له ایران سره هر ډول هوايي او ځمکني تګ راتګ بند کړ.
دغه راز د ملي امنیت د سلاکار داکتر حمدالله محب په مشرۍ د سکتوري وزارتونو او ادارو په ګډه ناسته کې پرېکړه شوې، چې په هېواد کې دننه له دې ویروس سره د مبارزې او له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته د یاد ویروس د راتګ د مخنیوي په موخه له ایران او پاکستان څخه د کوچنیو چرګانو او هګیو واردات دې هم ودرول شي.
دعامې روغتیا وزیر داکتر فیروز الدین فیروز دغې ناستې ته ویلي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس هیڅ مثبته واقعه نده ثبت شوې؛ خو د مریضانو د تشخیص، قرنطین او درملنې لپاره په مرکز او ولایتونو کې پوره چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، له دې ویروس سره د مبارزې لپاره باید د رسنیو، دیني عالمانو او مدني ټولنو له ادرسونو عامه پوهاوی زیات او خلکو ته وویل شي، چې په ورځ کې په پرلپسې توګه پر صابون لاسونه پرېمینځي، تل ماسکونه واغوندي او له نااړینو ټولیدو ډډه وکړي؛ ځکه دا ویروس له انسان څخه انسان ته د انتقال وړ دی.
په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په نننۍ ناسته کې پرېکړه شوې، چې د مالیې او کورنیو چارو وزارتونه به د ماسکونو د قاچاق په مخنیوي کې خپل فعالیتونه څو برابره ډېر کړي او همداراز د دولت په خزانه کې د احتمالي اړتیا لپاره ځانګړې بودجه وساتل شي.
همدا رنګه پرېکړه شوې، چې په مرکز او ولایتونو کې د همږغۍ او فعالیتونو لپاره ځانګړې کمېتې جوړې او د عامه پوهاوي لپاره ملي کمپاین ژر تر ژره پیل شي.
د ناستې برخوالو د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې په ایران کې قنسولي خدمات محدود کړي او له هغه هېواده وغواړي، چې د افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي.
په همدې ترتیب د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ته سپارښتنې شوي، چې د راتلونکیو ممکنه حالاتو لپاره د مرکزي آسیا له هېوادونو سره د تجارت او ترانزیت د زیاتوالي لپاره چمتووالي ونیسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د ایران له قم څخه هرات ولایت ته له راستانه شويو درې شکمنو هراتیانو له ثبت خبر ورکوي، چې دمګړۍ د هرات ولایت په انتاني روغتون کې قرنطین شوي دي.