تازه خبرونه

د مصنوعي ساه اخیستنې د ۵۰۰ وینټيلاټور دستګاوو د پېرودلو وړاندیز منظور شو

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

 د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په خپله تازه ناسته کې د مصنوعي ساه اخیستنې د ۵۰۰ وینټيلاټور دستګاوو د پېرودلو وړاندیز منظور کړ.

 په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د جبل السراج او د پغمان د بالاباغ د رغونې ۳۱۳ میلیون افغانۍ بودیجه دې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړولو ولګول شي.

همدا راز په دې ناسته کې د روغتیا وزارت هغه وړاندیز هم ومنل شو، چې د کرونا ناروغانو لپاره به ۵۰۰ وینټیلاټور دستګاوې اخلي.

دا هغه ماشینونه دي، چې د ساه لنډۍ پرمهال ناروغانو ته پرې اکسیجن ورکول کېږي او د کرونا ناروغۍ له کبله یې په ټوله نړۍ کې ارزښت زیات شوی دی.

افغانستان دا مهال ۳۰۰ داسې دستګاوې لري او په دې اړه له ستونزو سره مخ دی؛ خو د ملي تدارکاتو کمیسیون ندي ویلي، چې په څومره پيسو به دا دستګاوې د افغانستان لپاره وپېرل شي.

Trending

Exit mobile version