پرمختګ او بشپړتیا

د ښارجوړوني وزارت د کور جوړولو ملي پروګرام پیل کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ښارجوړوني وزارت وايي، په هېواد کې مو د کور جوړولو ملي پروګرام پیل کړی دی.

دغه وزارت په ډاګه کړې، چې د کور جوړولو د منظم پلان د نشتون له کبله د پلازمېني په ګډون د هېواد په ګڼو ښارونو کې د استوګنځیو ډ یزاین او معیار په نظر کې نه دې نیول شوي.

د ښارجوړوني وزارت ویانده نیلوفر لنګر وايي؛ د هېواد په کچه دوه میلیون نورو کورونو ته اړتیا ده، چې د کورجوړوني وزارت له خوا به يي سروي پیل شي.

د نوموړې د وینا له مخې؛ د دغه پروګرام لپاره د ماليې وزارت له خوا د ښاروجوړوني وزارت د سروي لپاره دوه میلیون دالر ځانګړي شوي دي.

د نوموړې په وینا؛ مونږ به د دغه پروارګام له لارې د هېواد په کچه د ښارو نو جغرافیاوي او اقتصادي حالت ته په کتو د اوسیدو د کورونو نوي موډلو نه جوړ کړو، چې دوه میلیون دالر لګښت پرې کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي، چې که دوی پر یوې سروي دومره لګښت کوي؛ د ا ملت ته د منلو وړنه ده، ځکه دوی کولی شي دغه سروې د ښاروالیو له لارې هم تر سره کړي، چي هیڅ لګښت ونه شي او دا پیسې پر کوم بل پروګرام ولګوي.

دا لومړی ځل دی، چې په تېرو ۱۶ کلونو کې دغه وزارت د استوګنځیو د جوړولو پر پلان کار کړی او ښاریانو ته د اړتیاوو له مخې کورونه برابروي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version