تازه خبرونه
د میدان وردګو پولیسو له سوداګریزو توکو ډک ۱۲ موتر نیولي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په میدان وردګو کې د پولیسو کشفي څانګې ۱۲هغه موتر، چې غوښتل یې له محصول پرته سوداګریز توکي کابل ته ولیږدوي؛ نیولي او د ګمرکاتو ریاست ته سپارل شوي دي.
د میدان وردګو د امنیه قومندانې ویاند نقیب الله امیني وايي، د دغو ۱۲ مازدا موترو سوداګریز توکي په قاچاقي بڼه د لودیځو ولایتونو له بندرونو راوړل شوي او غوښتل یې له تورتمه په ګټه اخیستنه دغه سوداګریز توکي کابل ته ولیږدوي.
د نوموړي د وینا له مخې؛ د مالیې وزارت کارکوونکي له تېرو څو اوونیو راهیسې د کابل ښار په دروازو کې نه وي؛ نو سوداګرو له دغې تشې څخه په ګټه اخیستنه غوښتل خپل سوداګریز توکي دغه وزارت ته د مالیاتو له سپارلو پرته پلازمېنې ته دننه کړي.
د مسوولینو په وینا؛ د دغه کار په تړاو ۱۲ کسه هم نیول شوي دي.