تازه خبرونه
د میدان وردګ په دایمرداد کې د وژل شویو سرتېرو جسدونه وراسته شوي-خلک
د وژل شویو سرتېرو د کورنیو غړي وايي؛ د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کې د وژل شویو افغان سرتېرو مړي له یوې اوونۍ ډېر د جګړې په ډګر کې پاتې ول، چې جسدونه یې شړیدلي او پړسیدلي دي.
د وژل شويو سرتېرو خپلوان په کابل کې د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون مخې ته راټول شوي، چې د وژل شویو سرتېرو جنازې واخلي.
راغلي کسان وايي؛ د سرتېرو جسدونه یې له یوې اوونۍ ډېر د جګړې په ډګر کې پاتې شوي، چې نن له دایمرداد ولسوالۍ کابل ته را لیږدول شوي دي.
عطاالحق حقجو د وژل شوي سرتېري خپل د دایمرداد ولسوالۍ د خونړۍ جګړې تیاره اړخونه روښانه کړي او وایي، چې د وژل شویو سرتېرو جسدونه نن کابل ته راوړل شويدي.
هغه زیاتوي، چې زیاتره جسدونه خراب او پړسیدلي دي.
د وژل شوي سرتېري یو بل خپل عبدالرقیب وایي، خپل مې د پورته کولو ندی؛ غوښه یې شړیږي. په ډېر زحمت مو راپورته کړ او اوبه مو پرې تېرې کړې.
نصیر احمد وايي، چې ورور یې خالد، په دایمیرداد ولسوالۍ کې د امنیه قومندان مرستیال و، چې په جګړه کې وژل شوی دی.
هغه زیاتوي، مونږ دا ولسمشر نه غواړو؛ که غږ مو اوري د دغو خلکو پوښتنه دې وکړي.
د وژل شوي سرتېري خپل الله میر وايي، چې د میدان وردګ په دایمیرداد ولسوالۍ کې شاوخوا اته اویا افغان سرتېري وژل شوي، چې تر اوسه د یوه جسد هم خپلو کورنیو ته نه دی سپارل شوی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي هم مني، چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې د وژل شویو سرتېرو جسدونه درې څلور ورځې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي وه.
هغه زیاتوي، په دایمیرداد ولسوالۍ کې مو اویا وسلوال مخالفان وژلي او ۳۵ نور مو ټپیان کړي دي؛ خو په خواشینۍ، چې د امنیتي ځواکونو ۹ کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دایمیرداد ولسوالۍ اوسیدونکي وايي؛ ولسوالي د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده، خو پولیس دا ادعاوې ردوي او څرګندوي، چې د دغې ولسوالۍ اداره د دوی په لاس کې ده.