تازه خبرونه
د میدان وردګو په سید آباد کې وسلوال طالبان بمبارد شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د میدان ورګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید شوی، چې په کې ۲۱ طالبان وژل شوي دي.
د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو په ډاګه کړې، چې دغو ځواکونو د طالبانو هغه ناسته بمبارد کړې، چې د ټاکنو بهیر د ګدودولو لپاره په کې پرېکړه کیده.
ویل کیږي، چې دغو طالبانو په څو تېرو ورځو کې د کابل ـ غزني د لویې لارې په تړلو کې هم لاس درلود.
ملي امنیت زیاته کړې، چې د دغه هوایي برید پر مهال په سیمه کې د طالبانو اووه سیمه ییزو قومندانانو هم حضور درلود.
طالبانو تر دې دمه د اړوند هوایي برید په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د میدان وردګ اړوند سیمې د څو تېرو میاشتو په پرتله یو ځل بیا ناامنه شوي او د جګړې ښکېلو خواوو ته په کې درنده مرګ وژوبله اوښتې ده.