تازه خبرونه

د میدان وردک په جلریز کې اته طالب قومندانان وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي ځواکونو د میدان وردک ولایت د جلریز ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اته طالب قومندانانو په ګډون د ۱۴ وسلوالو طالبانو له وژلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت امنیه قومندان مل پاسوال ویس صمیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې په وژل شویو وسلوالو طالبانو کې اته یې طالب قومندانان دي.

مل پاسوال صمیمي زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې درې وسلوال طالبان هم نیول  شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې د میدان وردک ولایت لیرې پرتې ولسوالۍ په ځانګړي توګه جلریز یوه ناامنه ولسوالي ده، چې طالبان په کې پراخې هڅې لري.

Trending

Exit mobile version