تازه خبرونه
د میرویس سواد حیاتي ښوونځي ته د بیات بنیاد رمضاني مرستې ورسیدې
د میرویس سواد حیاتي ښوونځي د کابل ښار په یوه لیرې پرته سیمه کې پروت دی، چې زدکوونکي یې میزونه او څوکۍ نه لري.
د کابل ښار د نجونو له لیسو سره د بیات بنیاد د رمضاني مرستو په لړ کې دا ځل د میرویس سواد حیاتي ښوونځي زدکوونکیو، ښوونکیو او کارګرانو ته د وریجو، غوړیو، اوړو، ځواکمنو خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته ترسره شوه.
بیات بنیاد، قوي خوراکي توکي، ورزشي وسایل، بوټونه او قرطاسیه هم زدکوونکو ته ووېشل.
د بیات بنیاد لوی مشر احسان الله بیات وایي: په خواشینۍ، چې مونږ په دې ښوونځي کې زدکوونکیو ته مناسب درسي چاپېریال، میز او څوکۍ ونه لیدلې. زمونږ غوښتانه داده، چې له دې ښوونځي سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشي.
د میرویس سواد حیاتي ښوونځي مدیره فوزیه پوپل وایي: د بیات بنیاد او ښاغلي بیات له مرستو مننه کوو، چې دې لیرې پروت ښوونځي ته یې مخه کړه ؛ ښوونکي، زدکوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ټول بېوزله او خوران دي.
بیات بنیاد هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي، چې له ۱۳ کلونو راهیسې یې زرګونه اړې کورنۍ له دې مرستو برخمنې شوې دي.
خبریاله: لیدا نیازۍ