بلخ @ps

د ټینګو امنیتي تدابیرو لاندې د سمنګان نوې والي معرفي شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سمنګان لپاره نوی ټاکل شوی والي عبداللطیف ابراهیمي نن سهار د کلکو او ټینګو امنیتي تدابیر لاندې د سیمه ییزو ارګانونو د پالیسۍ د مرستیال لخوا د ولایت مقام ته وروپېژندل شو.

د ورکړ شویو ګزارشونو له مخې؛ د سمنګان له نوي والي او پلاوي څخه د بغلان او کندوز وسلوالو ځواکونو ملتیا کړې ده.

د سمنګان ولایت له مقام سره د نوي او پخواني والي ځواکونه ګوته پر ماشه ولاړ دي؛ خو له خلکو سره  د دوړ اندېښنه هم رامنځته شوې ده.

د سمنګان ولایت د ولایتي شورا غړی محمد پذیر آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې د سمنګان پخوانی والي عبدالکریم خدام او مرستیال یې ضیاالدین ضیا پخپله خوښه له خپلو مقامونو لیرېکیدو ته حاضر نه دي او ځواکونه یې لاس پر ماشه ولاړ دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نوی والي او مرستیال یې د یوه قوم استازي دي او پر همدې لامل په دې ولایت کې د امنیتي حالت د خرابیدو وړاندویینه کیږي.

د سمنګان خلک او د ولایتي شورا غړي له چارواکو څخه د سیاسي تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه کوي او وایي، چې ژر تر ژره دې د دغه ولایت خلکو ته نظم او عدالت بېرته راوګرزول شي.  

د سمنګان پخوانی والي او د دغه ولایت مرستیال څو ورځې وړاندې له دغه مقامه لیرې شوي او دوی دواړو تېره ورځ په یوه خبري ناسته کې خپل لیرې کیدل رد کړي او په ډاګه کړې یې وه، چې د حکومت پرېکړه نه مني او د حزب جمعیت تر پرېکړې به خپلې دندې تر سره کوي.

عبداللطیف ابراهیمي د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهیمي ورور او د حزب اسلامي پخوانی قومندان دی، چې په فاریاب کې له وسلوال ځواکه هم برخمن پاتې شوی دی.

جمعیت ګوند رهبرۍ شورا تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو د عبدالکریم خدام د لیرې کولو فرمان رد کړ او د حکومت پرېکړه یې نامناسبه ګڼلې وه.

نن د دغه ګوند د رهبرۍ شورا څرګنده کړې؛ حزب جمعیت اسلامي له حکومت سره یوې هوکړې ته رسیدلی، چې له مخې به یې عبدالکریم خدام د سولې عالی شورا د مرستیال، داکتر ضیاالدین ضیا د سمنګان ولایت د مرستیال او د ترکمنو د درانه قوم یو کدر به د اروپا په یوه هېواد کې د سفیر په توګه ټاکل کیږي.

په سمنګان کې نوی والي په داسې حال کې دغه مقام ته ورپېژندل کیږي، چې د بلخ لپاره ټاکل شوی والي له دوه میاشتو راهیسې بې برخلیکه پاتې دی.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version