تازه خبرونه
د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره نوې اردو جوړوو- محمد رادمنش
ملي دفاع وزارت د وسلوالو مخالفینو څخه د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره وړه اردو جوړوي، چې په پسرلي کې به کار پیل کړي.
سره له دې، چې په افغانستان کې ملیشه يي ځواک او سیمه ییزو پولیسو د امنیتي حالاتو په کابو کولو کې غوره رول نه دی لوبولی؛ خو اوس ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د وړې اردو په نوم به نوی ( ۳۶ زره کسیز) ځواک جوړ کړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، چې دغه اردو به له مخالفینو نیول شوې سیمې وساتي.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په وړه اردو کې به د هر ولایت لپاره د همغه ولایت سرتېري جذبیږي او له روزنې وروسته به په خپل ولایت کې دنده تر سره کوي.
د نوموړي په وینا؛ د اردو دا سیمه ییز ځواکونه له پخوانیو سیمه ییزو ځواکونو سره ډېر توپیر لري. نوې سیمه ییزه اردو به د ملي اردو د افسرانو لرونکې وي.
پوځي کارپوهان وايي، چې ملي دفاع وزارت ته په کار ده، چې ملي اردو ته وده او پراختیا ورکړې او په نورو نومونو دې خلک نه وسلوال کوي.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، له ورته وسلوالو ټولګیو عادي خلکو ډېر شکایتونه کړي؛ دا خلک اصول نه مني او قانون ته هم درناوی نلري. دوی خپلسري خلک دي او که نه وي هم خپلسري کیږي؛ ځکه له دښمن سره اړیکې پیداکوي، وسلې خرڅوي او قاچاق کوي.
د نوموړي په وینا؛ ملیشې، اربکي، سیمه ییز پولیس دا ټول افغانان دي، چې خپلسري یې کړې او خپلسري شوي دي.
که څه هم خلکو ورته ډېرې نورې اندېښنې هم په ډاګه کړي؛ خو ملي دفاع وزارت ویاند وايي، چې دغه ۳۶ زره کسیز ځواک به په بېلابېلو ولایتونو کې کار پیل کړي او په خپلسري توګه او د زورواکو په اشاره به چارې پر مخ نه وړي.
خبریال: خلیل امید
تازه خبرونه
په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت ایستل یو ښه پرمختګ دی – بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې د منع شویو ډلو له نوملړه د افغانستان اسلامي امارت د نوم له ایستلو هرکلی کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (سې شنبه د زمري پېنځلسمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ګام له اسلامي امارت سره د قزاقستان د همغږۍ او په دې برخه کې د خنډونو د لرې کولو او د دوه اړخیزو اړیکو د کچې ښهوالی په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: قزاقستان په سیمه کې د افغانستان مهم سوداګریز او ټرانزیټي ګډونوال دی او دا پرېکړه به د دوه اړخیزو اړیکو د پرمختګ او پراخو اقتصادي همکاریو لپاره لار اواره کړي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به وي.
د قزاقستان دولتي خبري آژانس پرون ( دوشنبه د غبرګولي څوارلسمه) راپور ورکړ؛ د دغه هېواد ولسمشر قاسم جومارت توکایوف اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت نوم یې د ترهګرو ډلو له نوملړه ایستلی دی.
توکایوف دا خبره د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې دغه هڅه او ګام له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره پورته شوی دی.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی – تاجکستان
د تاجکستان ملي شورا مشر ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو ته د افراطیت د نفوذ خطر مخ پر زیاتېدو دی.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ رستم امامعلي د قزاقستان په پلازمېنه کې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې د غړیو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر ډېر شوی دی.
هغه وایي: زمونږ هیوادونو ته د مذهبي افراطیت د ویجاړوونکي ایډیالوژۍ د خپرېدو خطر مخ پر ډېرېدو دی. تر اوسه په افغانستان کې څه باندې زر دیني مدرسې جوړې شوي، چې ډېرې یې په هغو ولایتونو کې دي، چې د ډلهییز امنیت تړون ټولنې له هېوادونو سره ګډه پوله لري.
امامعلي ادعا کړې، چې په دغو مدرسو کې خلک د ځانمرګو روزنه ترلاسه کوي او په افغانستان کې د دغه وضعیت دوام د ډلهییز امنیت تړون غړیو هېوادونو لپاره اوږدمهاله منفي پایلې لرلی شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې وضعیت اوس هم کړکېچن دی او هیڅ رښتینی پرمختګ ندی لیدل شوی او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر ځاله بدل شوی دی.
د ده د څرګندونو له مخې؛ لسګونه افراطي او ترهګرې ډلې په افغانستان کې خپل دريځونه پياوړي کوي او د مصنوعي نشهيي توکو په ګډون د نشهيي توکو کښت او توليد یې مخ پر زياتېدو دى.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د افغانستان دننه د ترهګرو ډلو شتون ردوي او ټینګار کوي؛ افغانستان هیچاته اجازه نهورکوي، چې دا خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد کار وکاروي. اسلامي امارت د نشهیي توکو کښت او تولید څه نا څه صفر ته راټیټ کړی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف د دوشنبې پر ورځ ویلي؛ په افغانستان کې په لسګونه زره ماشومان د روانو سیلابونو له کبله په ځانګړي توګه د دې هېواد په شمال او لویدیځ کې اغېزمن شوي دي.
دغو غیرمعمولي سختو موسمي بارانونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تباهۍ رامنځته کړې؛ سلګونه کسان یې مړه کړي، مالونه او فصلونه یې ورت له منځه وړي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې WFP خبرداری ورکړی، چې ډېري ژوندي پاتې شوي کسان د ژوند کولو وس نلري.
یونیسف ویلي؛ سخته هوا د اقلیمي کړکېچ د زیاتېدو نښې نښانې لري، چې ځینو اغېزمن شویو سیمو تېر کال وچکالي هم تجربه کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام ويلي؛ په افغانستان کې د مۍ د سختو اورښتونو له کبله له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي او زرګونه کورونه په شمالي ولایت بغلان کې ویجاړ شوي دي.
WFP ویل، ژوندي پاتې شوي کسان نه کور، نه ځمکه او نه هم د معیشت کومه سرچینه لري.
یونیسف د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې په لسګونه زره ماشومان د روانو سیلابونو له کبله اغېزمن پاتې دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر تاج الدین اویویل ویلي: نړیواله ټولنه باید له ټولنو سره د مرستې لپاره هڅې او پانګونه دوه چنده کړي، چې پر ماشومانو د اقلیم د بدلون اغېزې راکمې شي.
افغانستان د ماشومانو د اقلیم د خطر په شاخص کې د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې پېنځلسم ځای لري. دا پدې معنا ده، چې نه یوازې په هېواد کې اقلیم او چاپېریالي فشارونه د پام وړ دي، بلکې ماشومان په ځانګړي توګه د نړۍ د نورو ځایونو پر پرتله اغېزمنونکي دي.
تېره اوونۍ د ماشومانو د ژغورنې خصوصي ډلې ویلي وه، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۶ اعشاریه ۵ میلیون ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي.
دغې ډلې ویلي، له هرو ۱۰ افغان ماشومانو څخه به نږدې درې یې سږکال د لوږې له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ وي؛ ځکه، چې دغه هېواد د سېلابونو سمدستي اغېز، د وچکالۍ اوږدمهاله اغېزې او له ګاونډیو؛ پاکستان او ایران څخه د افغانانو د جبري راستنېدو احساس کوي.
د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راپدیخوا له پاکستان څخه له ۵ سوه ۵۷ زره ډېر افغانان مهاجر جبري راستانه شوي دي.
-
لوبی2 days ago
امریکا د جونز پر غوره توپوهنې د ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه له کاناډا وګټله
-
سوداگري1 day ago
د افغانستان لومړنۍ سووداګریزې لارۍ له لنډمهالو اسنادو سره پاکستان ته ننوتلې
-
نړۍ2 days ago
د جنوبي کوریا خلک دې د شمالي کوریا د رالېږل شویو بالونونو په اړه پوځ یا پولیس خبر کړي – چارواکي
-
تازه خبرونه1 day ago
قزاقستان د اسلامي امارت نوم د ترهګرۍ له نوملړه وویست
-
تحول5 days ago
تحول: د افغانستان لپاره په دوحه کې د درېیمې ناستې جوړېدا
-
لوبی4 days ago
افغانستان سکاټلینډ ته د ۵۵ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
د هوا حالاتو بدلونونه1 day ago
په هند کې د تودوخې له څپې ۵۶ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
امریکا او اروپا د بُن په ناسته کې د ښو طالبانو او پاچاهۍ د رامنځته کولو هڅه کوله