تازه خبرونه

د لیونل مسي افغان مینه وال مرتضی امنیتي ګواښونه ګواښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فوتبال د نړۍ د وتلي ستوري لیونل مسي افغان مینه وال ماشوم مرتضی احمدي ویلي، چې ژوند يې په خطر کې دی.

د افغانستان په لیرې پرته ولسوالۍ جاغوري کې د مرتضی احمدي کیسه هغه وخت ښه توده شوه، چې ده پر پلاستیکي کڅوړه د فوتبال د غوره لوبغاړي لیونل مسي نوم ولیکه او له پلاستیکې کڅوړې یې ځاتنه واسکت جوړ کړ.

دغه پېنځه کلن ماشوم له لیونل مسي سره د لیدنې هیله درلوده، چې دا هیله یې دوه کاله مخکې پوره شوه؛ خو احمدي وايي، چې اوس یې ژوند تریخ شوی او په خطر کې دی.

هغه غواړي، چې خپله نیمګړې هیله له سولې څخه په ډکه فضا کې پوره کړي.

د لیونل میسي مینه وال مرتضی احمدي اوس د غزني له جاغوري ولسوالۍ کابل ته را کډه شوی او وايي، چې هلته جنګ دی او غواړم د مسي تر څنګ د فوتبال لوبه زدکړم.

د اووه کلن مرتضی احمدي مور شفیقه هم وايي، چې له مسي سره د احمدي له لیدنې وروسته مو له کوره هوساینې کډه وکړه او ژوندانه له امنیتي ستونزو سره مخ  کړو؛ خلکو فکر وکړ، چې هغه به پیسې ورکړې وي، نو له همدې کبله به مو هر وخت دروازه ټکیده. له وېرې اوس کابل ته راغلي یو او په یوه خټين کرايي کور کې ژوند کوو.

لیونل مسي د ارجنتاین د فوتبال د ملي لوبډلې وتلی غړی دی، چې په بارسلونا کې هم لوبیږي. هغه پېنځه د سرو زرو توپونه ګټلي او د نړۍ په کچه یې د فوتبال د غوره لوبغاړي ځای تر لاسه کړی دی.

خبریاله: افسون محمدي

Trending

Exit mobile version