تازه خبرونه

د نیول شویو سیمو د ساتنې عملي تګلاره جوړه شوې- دولت وزیری

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، چې له دښمن څخه د نیول شویو سیمو د ساتنې لپاره مو عملي تګلاره جوړه کړې ده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان څو ورځې مخکې وویل، چې تر دوه کلونو پورې به د افغان ځواکونو له لاسه وتلې ټولې سیمې بېرته ونیول شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړې، چې  په تازه نیول شویو سیمو کې به ځانګړي او یو شمېر نور ځواکونه، چې د ملي دفاع وزارت په جوړښت کې به راشي؛ ځای پر ځای کړي، چې د وسلوالو مخالفینو د بیا راتګ مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش هم وايي؛ سرتېري مو په کلکه مبارزه بوخت دی، چې د نړیوالو هوايي ملاتړ ور سره اغېزمنه مرسته کړې.

د نوموړي په وینا؛ نړیوالو ځواکونو ته په کار دي، چې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ډېر او دغه ګډه جګړه بریالۍ کړي.

امریکايي چارواکو هم په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د دوی بریا د داعش له ماتې او د افغان ځواکونو لخوا د هېواد د ټولې خاورې له کنټرولو سره تړلې ده.

Trending

Exit mobile version