تازه خبرونه

د پلازمېنې کابل د هوا ککړتیا د خطر کچې ته رسیدلې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ککړې او زهري هوا له کبله زرګونه ماشومان د مرګ له خطر  سره مخ شوي دي.

د آیر ویژول انترنتي پاڼې د څرګندونو له مخې؛ کابل  د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه هوا لري، چې  ککړتیا یې له دوه سوه درجو څخه د شپې لخوا ان څلور سوه ته رسیږي.

د کابل زهرجنې هوا تر ټولو ناوړه اغېزه پر ماشومانو کړې؛ یوازې د صحت طفل په روغتون کې پر تنفسي ناروغیو اخته سلګونه ماشومان بستر شوي دي. په دې روغتون کې هره ورځ د تنفسي ناروغیو له کبله درې ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

د صحت طفل د ماشومانو د څانګې مسول بهادر مایار ويلي، که هوا همداسې زهرجنه او ککړه پاتې شي؛ کڼشمېر ماشومان به د ناروغیو له کبله د مرګ له خطر سره مخ شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تنفسي ناروغیو له کبله یوازې د صحت طفل روغتون درې ماشومان مړه شوي.

د کابل زهرجنه او ککړه هوا ښاریانو تدریجې مرګ نومولی.  

د کابل اوسیدونکي عصمت الله ویلي، چې په کور کې مې ټول ناروغه شوي او د ۲۰۰۰ افغانیو درمل مې اخیستي دي.

عبدالله نومی د کابل ښار یو بل اوسیدونکي هم ویلي، هوا دومره ککړه او زهرجنه شوې، چې ان سترګې ترې سوزي.

یو بل ښاري محمد حسن څرګنده کړې، چې له یوې خوا دوامداره برېښنا نشته او له بلې خوا د سون توکو بیې لوړې دي؛ نو، ځکه خلک اړ دي، چې د کورونو د تودولو لپاره داسې توکي وسوځوي، چې د هوا د ککړتیا لامل کیږي.

نوموړي ویلي؛ حکومت دې خلکو ته د ګاز او لرګیو بیې راټیټې کړي.

حیات الله  ویلي؛ له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا خلک اړ شوي، چې ماسکونه وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت له اړوندو بنسټونو سره تازه لاس په کار شوي، چې د هوا د ککړتیا د مخینوي لارې چارې ولټوي. دوی په لومړي ګام کې د هغو ودانیو او کارځیو د هڅو مخه نیولې، چې د لوګیو له چاڼ پرته توکي سوزوي؛ خو دې کار هم تر ډېره د ککړتیا مخه نده نیولې.  

Trending

Exit mobile version