پرمختګ او بشپړتیا
د ګوادر بندر له لارې د چین او افغانستان سوداګري پیل شوه
د پنجشنبې پر ورځ (د مرغومي ۲۶ / د جنوري ۱۶) په کابل کې د پاکستان سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان سوداګریز توکي به د ۱۰۰۰ کیلو مترو په واټن له ګوادر بندر څخه چمن او بیا له هغه ځایه افغانستان ته ولیږدول شي.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ کابل او کندهار ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد لپاره ګوادر بندر د اوبو تر ټولو لنډه لار ده.
دوی په ډاګه کړې، چې د دې بندر له لارې به افغانستان ته د وارداتي توکو په لګښت کې هم لږوالی راشي.
په کابل کې د چین سفارت هم په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې ګوادر بندر ته له کالیو څخه د ډکې کښتۍ پر رسیدو نن د چین او افغانستان سوداګري پیل شوه.
د ګوادر بندر د پاکستان سویلي ساحل ته څیرمه جوړ شوی، چې د افغانستان سویلي ولایتونو ته نږدې واټن لري.