تازه خبرونه
د پلازمېنې کابل د تايمني په اړوند سيمه کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
نن مازیګر د لسمې امنیتي حوزې د تایمني په درېیم سرک کې د یو مخابراتي شرکت پر کاستر موتر چاودنه رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې سیمه امنیتي ځواکونو تړلې او د تګ راتګ مخه یې نیولې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پېښه د سړک غاړې ماين چاودنه ښودلې ده.
د دغه وزارت وياند صديق صديقي وايي، په دې پېښه کې لږ ترلږه يو تن وژل شوی او اته تنه نور ټپيان دي.
تراوسه د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.
دغه خبر به وروسته بشپړ شي.