تازه خبرونه

د نورستان په کامدېش کې د شري له ناروغۍ ۱۵ ماشومان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د شري یا سرخکان ناروغۍ خپره شوې، چې د چارواکو په وینا تر دې دمه یې پېنځلس ماشومان مړه کړي دي.

چارواکي وايي؛ وسلوالې ډلې اړوند کارکوونکي نه پرېږدي، چې ناروغانو ته د شري ضد واکسین ورسوي.

د کامدېش ځینې اوسیدونکي وايي؛ له شاوخوا دوه میاشتو راهېسې د شري له رنځه مو ماشومان کړیږي، د مخنیوي لپاره یې تر دې دمه څه نه دي شوي.

د سیمې خلک زیاتوي، چې دغه ناروغي اوس ورو ورو د نورستان نورو سیمو ته په خپردو ده.

کامدېش د نورستان په ختیځ کې دیورند کرښې ته څېرمه له چترال سره په ګاونډ کې پرته ولسوالي ده، چې له تېرو اته کلونو راهیسې ناامنه ګڼل کیږي او اداري برخه یې له اصلي ځایه یوه بل کلي ته لېږدول شوې ده.

Trending

Exit mobile version