تازه خبرونه

د چهارشنبې پر ورځ په هند کې سوداګریز نړیوال نندارتون جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چهارشنبې پر ورځ د هند په ممبي ښار کې د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې پر ملاتړ د دغه هېواد او افغان پانګوالو سوداګریز دوه یم کلنی نړیوال نندارتون جوړیږي.

د امریکا سفیر دا نندارتون د کابل او ډیلي تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي او وایي، چې افغانستان د پانګونې او صادراتو لپاره ښې زمینې لري.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس وایي؛ دغه نندارتون د افغانستان او هند د سوداګرو لپاره مهم ګام دی او له افغانانو سره مرسته کوي، چې له خپلو تولیداتو هم نړۍ خبره کري. دا نندارتون افغان سوداګرو ته زمینه برابروي، چې نړیوالو بازارونو ته لار ومومي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان او هند تر منځ لومړنی نندارتون تېر کال جوړ شوی و او په کې څه باندې زر افغانانو، هندي او نړیوالو سوداګرو بریالی ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د څه باندې اووه ویشت میلیون دالرو پر ارزښت تړونونه لاسلیک او دوه سوه څلوېښت میلیون دالر پانګونه وشوه. تمه کیږي، چې په روان کال کې هم همداسې لاسته راوړنې دوام ومومي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان او هند سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او کارپوهان هم وایي، چې هند د افغان  تولیداتو لپاره ښه بازار دی.

Trending

Exit mobile version