تازه خبرونه

د فوتبال فدراسیون د رییس دنده وځنډول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر سلاکار فاضل فضلي د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۸) په خپل تویت کې لیکلي، چې لویې څارنوالۍ د فوتبال فدراسیون پرښځینه لوبډلې د فزیکي او جنسي تورونو له څېړلو وروسته د دغه فدراسیون د رییس کرام الدین کریم په ګډون د ۶ کسانو دندې وځنډولې.  

د افغانستان فوتبال فدراسیون تل د جنسي خورونې تورونه د دغه فدراسیون د غړیو لخوا رد کړي دي.

د افغانستان فوتبال فدراسیون منشي سیدعلی رضا آقازاده دغه تورونه نه یوازې بې بنسټه ګڼي، بلکې  هغه د دغه فدراسیون په وړاندې یوه جوړه شوې دسیسه هم بولي.

نوموړي په دې قضیه کې ښکېل مدعیان هغه کسان بولي، چې پخوا د دغه کمیسیون غړي وه او د دغه مقام له مدیریتي څوکیو اوس لیرې شوي دي؛ ځکه، نو پر بدو تبلیغاتو یې لاس پورې کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې ګاردین ورځپاڼې څه وخت مخکې په خپل یو ګزارش کې د دې فدراسیون نرینه غړي د ښځینه لوبډلي په وړاندې پر جنسي او فزیکي ځورونې تورن کړل او د دغه ګزارش له خپریدو وروسته د فوتبال نړیوال فدراسیون اعلام کړه، چې دغه تور به وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version