تازه خبرونه
د پکتیکا په اورګون کې یو ښوونځی سوځول شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې تېره شپه ناڅرګندو کسانو د هلکانو او نجونو یو ښوونځی سوځولی.
د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم واجد آریانانیوز ته ویلي، چې د سیمې د خلکو په خبره د شپې دری بجې یاد ښوونځي ته اور اچول شوی دی.
ښاغلي واجد زیاته کړې، چې ښوونځی بشپړ سوځیدلی او یوازې دیوالونه یې پاتې دي.
د دغه ښوونځي د سوڅولو پړه تر دې دمه هیچا پر غاړه نده اخیستې.