تازه خبرونه

د هوايي دهلیزونو له لارې مو۵۴۰۰ ټنه بېلابېل توکي صادر شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د اقتصادي چارو د سلا کار د د فتر ویاند وايي، چې له هېواد څخه مو تر اوسه پورې د هوايي دهلیز له لارې پېنځه زره څلور سوه  ټنه وچې او تازه میوې، غالۍ، پوستکي او طبي نباتات د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د ولسمشرۍ د اقتصادي چارو د سلا کار د د فتر ویاند سمیر رسا وايي؛ هغه کاروان، چې د لاجور د له لارې ترکیې ته تللي و بېر ته افغانستان ته بار او حرکت کړی دی. مونږ هڅه کوو، چې دغه مسیر فعال وساتوو.

دوی ویلي؛ افغان حکومت د هوايي د هلیزو نو له لارې شاوخوا ۳۳ اروپايي او په لسګونه نور آسیایي هېوادونو ته  پروازونه لري، چې له دې لارې څخه د هېواد صادرات تر سره کیږي.

دوی له خصو صي سکتور څخه هم هیله څرګندوي: هغه برخې، چي د دوی لپاره ښه مارکیت ولري باید  پر نښه شي، چې هوايي دهلیزونه ورته پرانیستل شي.

دوی دا هم وایي؛ تر اوسه مو د هوايي د هلیزونو له لارې پېنځه زره ۴۰۰ ټنه توکي د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته استولي او۴۲۰ پروازونه د نږدې سل میلیون دالرو پرارزښت ترسره شوي او تراوسه مو ۱۰۸۰ ټنه جلغوزي چین ته لیږلي دي.

دوۍ زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به له بلخ هوايي ډګر څخه هم اروپا ته پروازونه پیل شي او خصوصي سکتور هم کولی شي د هېواد له لویو ښارونو څخه د نړۍ بېلابېلوهېووادونوته صادرات ولري.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version