تازه خبرونه

د ولسي جرګې د ټاکنو معترضو نوماندانو د کابل ښار لارې وتړلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو معترضو نوماندانو کابل ښار ته ورتلوونکې ځینې لارې وتړلې؛ دوی د لومړنیو رایو د باطلیدو او د کمیشنرانو د محاکمې غوښتنه کوي.

د کابل د ولسي جرګې ټاکنو د پایلو د لومړني نوملړ له اعلام وروسته ځینو نوماندانو اعتراض وکړ او  کابل ښار ته ځینې ورتلونکې لارې یې وتړلې.

د تانک لوګر د ښاري دروازې معترض نوماندان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو پر ضد شعار ورکوي او د ټاکنیزو شکایتونو له خپلواک کمیسیون څخه غواړي، چې د کابل ولسي جرګې ټاکنو رایې باطلې کړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنران دې محاکمه شي.

معترض نوماند عطاالله فیضاني وایي، چې تورې رایې دې له سپینو هغو بېلې شي؛ پرته لدې یې مونږ نه منو.            

قاضي دل آقا نومی معترض نوماند وایي، چې  له درغلیو ډک کسان به پارلمان ته لار ونه مومي.

معترض نوماند بیدار ځاځی وایي، چې مونږ د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیو محاکمه غواړو.                 

د خیرخانې له غاښي کابل ښار ته بله ورتلونکې لار هم د ځینو معترضو نوماندانو لخوا تړل شوې ده.

معترض نوماند عرفان الله عرفان وایي، چې مونږ د قانون پلي کولو غوښتونکي یو.          

داوود کلکانی نومی معترض نوماند وایي، چې دا وضعیت مونږ ته د منلو ندی؛ مونږ د عدالت غوښتونکي یو.                 

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، د کابل د شکایتونو سترې برخې ته رسیدګي شوې او د معترضو نوماندانو د قانون خلاف اقدامات به پایله ورنکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وایي، د معترضو نوماندانو ناقانونه اقدامات به کومه پایله ورنکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون بیا د معترضو نوماندانو دا اقدام  تېروتنه ګڼي.

څه باندې یوه اوونۍ کیږي، چې ټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي. دا وروستۍ پایلې ندي؛ خو دې چارې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د معترضو نوماندانو اعتراضونه را پارولي دي.

دوی وایي؛ که یې اعتراضونو ته، چې د کابل رایو باطلول دي، لاسرسی ونشي؛ اعتراضونه به یې دوام ولري.

Trending

Exit mobile version