تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو د مالي تمویل هوکړه نده شوې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د بودجې د تمویل په اړه حکومت او نړیواله ټولنه تر اوسه هوکړې ته ندي رسیدلي.
په پام کې ده، چې د راروان کال د چنګاښ پر نهه ویشتمه ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي؛ خو اوس هم د دغو ټاکنو لپاره بودجه نده بېله شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، چې تر اوسه حکومت او نړیواله ټولنه د ټاکنو د مالي ملاتړ او بودجې پر تمویلولو هوکړې ته ندي رسیدلي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي تمه ښيي، چې حکومت او نړیواله ټولنه به د ټاکنو پر مالي تمویل هوکړې ته ورسیږي.
د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د سولې خبرو د ټاکنو د مالي ملاتړ چارې تر سیوري لاندې راوستلي دي.
د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وايي، چې د سولې خبرو او هڅو د ولسمشریزو ټاکنو د مالي ملاتړ او بودجې چارې څنډې ته کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ حکومت د ټاکنو د ځنډولو هڅه کوي او غواړي خپلې هڅې د سولې پر بهیر راوڅرخوي او بیا ټاکنې تر سره کړي.
د افغانستان د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال ټينګار کوي، چې باید په ټاکنیزو بنسټونو کې ژور اصلاحات رامنځته شي.
دا ځل پتیل شوې، چې له ولسمشریزو ټاکنو سره همهاله د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنې هم تر سره شي.