سیمه ییز خبرونه
د پکتیکا د سرروضې سیمه ییز قومندان ابدالی له چاودنې روغ ووت
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیکا امنیه قومنداني وایي، نن مازدیګر د دې ولایت په مرکز ښرنه کې پر موتر سایکل ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې څلور سیمه ییز پولیس یې ټپیان کړي دي.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد آرین آریانانیوز ته وایي: د چاودنې موخه د دې ولایت د سرروضې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان ابدالي و، چې هغه له برید روغ وتلی؛ خو څلور سیمه ییز پولیس ټپیان دي، چې روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.