تازه خبرونه

د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې نامعلومې دي- کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کارپوهانو ویلي، چې د ولسي جرګې نوی کاري کال به د کب پر ۱۵ پیل شي؛ خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولسي جرګې ته نوي که زاړه وکیلان ور ځي.

 د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته د تلې پر ۲۸ تر سره شوې؛ خو د درغلیو او فساد ادعاوې د دې سبب شوې، چې د ټاکنو پایلې په مناسب وخت کې اعلام نشي. همدا ادعا د ټاکنیزو کمیسیونونو د ټولو غړیو او رییسانو د ګوښه کیدو او ممنوع الخروج کیدو سبب شوه او اوس هم د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلې ندي اعلام شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اتلس ولایتونو نوماندانو ته باور لیکونه ورکړي؛ خو د ۱۵ نورو ولایتونو برخلیک لا معلوم ندی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رییس  وسف رشید وایي؛ د هغو ولایتونو، چې پایلې وروستۍ شوي استازي یې کولی شي د ولسي جرګې نوی کاري کال پیل کړي او د هغو ولایتونو، چې وروستۍ پایلې اعلام شوې ندي؛ د هغو پر ځای پخواني استازي ورتلای شي.               

د افغانستان د رڼو ټاکنو څار غړی حبیب شینواری وایي: د قانون له مخې؛ اتیا کسان، چې د ۱۸ ولایتونو وثیقې ولري، د ټاکنو ګټونکي پېژندل کیږي او کولی شي ولسي جرګې ته لار ومومي.                 

کارپوهان پدې باور دي، چې که د کب تر ۱۵ د ۱۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې معلومې نشي، د ولسي جرګې د پخوانیو وکیلانو د کار دوام له اداري پلوه ستونزه نلري.

حقوق پوه وحید فرزه یي وایي، چې ولسي جرګې ته د پخوانیو وکیلانو تګ او نه تګ اداري ستونزه نلري؛ خو ولسي جرګه له تېرو درې کلونو راپدیخوا قانوني مشروعیت نلري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې نویو غړیو ته په تمه دي او وایي، چې د ۱۵ نورو ولایتونو پایلې به هم اعلام شي.

Trending

Exit mobile version