پرمختګ او بشپړتیا

د ۱۰سلنه مخابراتي خدماتو د محصول راټولولو پروژې تړون لاسلیک شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۹) له غرمې مخکې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ د وزیر شهزاد ګل آریوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ د رییس ښاغلي جوشواجي بوستوز تر منځ د (Real Time Data Management)  سیستم پروژې تړون لاسلیک شو.

د ریل تایم سیستم  د ۱۰سلنه مخابراتي خدماتو محصول د راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه رامنځته شوی، چې د هېواد په کچه به ترې رغنده ګټه پورته شي.

په لس سلنه تیلیفوني مالیاتو کې د فسا په اړه له زیاتو نیوکو وروسته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د شفافیت لپاره له یوه بهرني شرکت څخه د یوولس میلیون دالرو پر ارزښت یوه نوې دستګا او سیستم پېرودلی دی.

دغه سیستم به تر څلور میاستو ګټې اخستني ته وسپارل شي، چې د سیستم له فعالیت وروسته به ټول لس سلنه مالیات په روڼتیا سره راټول او د دولت خزانې ته وسپارل شي.

 دا سیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی. د دې سیستم د رامنځته کولو اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول د راغونډولو پر بهیر د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو له سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه ورسره د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عواید زیاتېږي.

د مخابراتو وزیر شاهزاد ګل آریوبي وایي، چې د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته په تېرو درې کلونو کې له ۱۴ میلیارد  او ۵۹۰ میلیون څخه ډېرې افغانۍ راټولې کړې دي.

د بوستوز ګروپ کمپنۍ رییس ښاغلي جوشواجي بوستوز وایي؛ مونږ له افغانستان پرته په شپږ نورو هېوادونو کې هم دا سیستم فعال کړي او تجروبه يي لرو او دلته به یې هم فعال کړو.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د شفافیت پر لوري که څه هم دا یو ښه ګام دی؛ په دې وزارت کي د ظرفیت د نشتون له کبله به ښايي فساد کم نشي.

اقتصادي کار پوه فضل المالک نیازي څرګنده کړې، چې مونږ د مخابراتو وزارت له ټولو فعالیتونو هر کلی کوو؛ خو هغه معلومات، چي په تېرو درې کلونو کې د ر یال تایم له لاري د مخابراتو وزارت نشر کړي سم ندي او فساد په کې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت د مخابراتي مالیاتو د ۱۰ سلنې د راټولولو لپاره هېوادوالو ته ډاډ ورکړی و، چې ډېر ژر به د عوایدو راټولولو سیستم د راڼه مدیریت لپاره د لاسرسي وړ شي.د مخابراتي لس سلنه مالیلاتو موضوع یو له هغه سترو ستونزو ده، چې د همدې له کبله د مخابراتو وزارت ځیني وزایران پارلمان او حتا تر محکمو هم ورسیدل. دا، چي په نوي سیستم  کې به څومره دغه ستونزه حل شي له فعالیت وروسته به دا پوښتنه ځواب کړي.

Trending

Exit mobile version