تازه خبرونه
د پکتیا په ګردیز ښار کې ۱۳ زره کورنۍ له برښنا بې برخې پاتې دي
یو کال وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا کې د یو شمېر نورو مهمو پروژو د پرانستې ترڅنګ له پکتیا سره نښلول شوې برښنا پرانیسته او ژمنه یې وکړه، چې په درې میاستو کې به د ګردیز ښار او اړوند کلیو دیارلس زره کورنۍ له برښنا برخمنې شي؛ خو د سیمې د اوسیدونکیو په خبره تر اوسه خلک له برښنا بې برخې دي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی محمدالرحمان قادري وایي، د پکتیا د برښنا ریاست او ولایتي اداره دې د برښنا د ستنو د وېش لړۍ چټکه کړي.
مدني مخکښ جمعه ګل افغان ويلي، که غوښتنې يې ونه منل شي پر پراخو لاریونونو به لاس پورې شي.
د پکتیا برښنا شرکت رییس محمد آصف نیازي ويلي، د تخنیکي وسایلو د کمښت له کبله يې چارې دریدلې؛ خو ژر به پیل شي.
قومي مشر ظفر مقبل وايي؛ په ګردیز ښار کې ډېری فابریکې فعالیت کوي، چې د برښنا د نشتوالي له کبله يې کارونه له خنډ او خنډ سره مخ دي.
قومي مشر رحمت الله وايي، که د برښنا چارې همداسې سستې روانې وي؛ پانګوال زړه نه ښه کوي، چې په پکتیا ولایت کې پانګونه وکړي.
د پکتیا اوسیدونکي نه یوازې د انتقالي برښنا د وېش چارې سستې بولي، بلکې د مرکز اړوند کلیو ته د ستنو د نصبولو له کاره هم ناراضه دي او وايي، د کار د کیفیت په اړه باید جدي څارنه وشي.
خبریال: فریدالله احمدزی