تازه خبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې څرګند شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ولسمشریزو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو نومونه په رای پاڼو کې ترتیب شوي، چې د رای پاڼو په سر کې د رحمت الله نبیل او  په پای کې د زلمی رسول نومونه راغلي دي.

د رای پاڼو په نوملړ کې لومړی د رحمت الله نبیل، دوه یم  د سید نور الله جلیلي، درېیم د فرامرز تمنا، څلورم د شیدا محمد ابدالي، پېنځم د احمد ولي مسعود، شپږم د نوررحمان لیوال، اووم د محمد شهاب حکیمي، اتم د محمد اشرف غني، نهم د داکترعبدالله عبدالله، لسم د محمد حکیم تورسن، یوولسم د ګلبدین حکمتیار، دولسم د عبداللطیف پدرام، دیارلسم د نورالحق علومي، څوارلسم د محمد ابراهیم الکوزي، پېنځلسم د غلام فاروق نجرابي، سپاړسم د عنایت الله حفیظ، اوولسم د محمد حنیف اتمر او اته لسم د زلمي رسول نومونه ترتیب شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون زیاته کړې، چې پر ټاکلي وخت د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کولو لپاره هم چمتووالی روان دی.  

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې پر ۶ تر سره شي.

خبریال: سمیع جهش

Trending

Exit mobile version