تازه خبرونه

د ځواکونو له ناڅاپي وتلو سره واک ته د طالبانو د رسیدو شونتیا ډېره ده – رابرت ګیتس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا پخوانی دفاع وزیر وېره ښودلې، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې واک ته د وسلوالو طالبانو د رسیدو شونتیا ډېره ده.

په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ شپږم پړاو خبرې هم تر سره شوې او ویل کیږي، چې دواړه خواوې په اصولو کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پر مهالوېش هوکړې ته رسیدلي؛ خو جزئیات یې رسنیو ته ندي وتلي.

د امریکا پخوانی دفاع وزیر وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو مخکې باید په دغه هېواد کې د دوامداره ثبات لارې چارې ولټول شي.

د امریکا پخوانی دفاع وزیر رابرت ګیتس وایي: امریکا د خپلو سرتېرو له ایستلو مخکې باید په افغانستان کې د دوامداره ثبات په لټه کې شي. د سرتېرو ایستل به یو واقیعي خطر رامنځته کړي.

ګیتس دا هم ویلي، چې نه یوازې واک ته د طالبانو د راګرځيدو وېره شته، بلکې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته به په افغانستان کې د ښځو حقونه هم له خطر سره مخ شي.

د نوموړی زیاتوي: که مونږ له افغانستان څخه ووځو او افغان دولت پخپل حال پریږدو؛ نو یوازې د هغو نجونو په اړه فکر وکړئ، چې همدا اوس ښوونځيو ته ځي. مونږ په لوی لاس دغه هېواد طالبانو ته سپارو، چې دا به کټ مټ له دوه زرم کال مخکې حالت ته ورته وي.

له بلې خوا د چارو یو شمېر شنونکي وايي، چې امریکا غواړي عامه فکرونه ګډوډ کړي او پر افغان دولت  او خلکو فشار واچوي.

سیاسي شنونکی نصرت الله حقپال اندېښنه ښيي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ناببره وتل به ناوړه پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت د افغانستان جګړې ته له بېلو شویو څه کم پېنځه میلیارد دالرو څخه شپږ سوه څلور میلیون دالر له مکسیکو سره پر دیوال جوړولو لګوي، چې د خلکو په باور دا له افغان جګړې د امریکا ستړیا ښيي.

خبریال: روهید اندیمشند

Trending

Exit mobile version