تازه خبرونه

د ولسمشرۍ نوماندان د حکومت د رهبرانو واک غزیدل له قانون سرغړونه بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان د ملي وحدت حکومت رهبرانو ته خبرداری ورکوي، چې د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته په واک کې پاتې کیدل به ورته خطرناکې پایلې ولري.

د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته د ملي وحدت حکومت د رهبرانو د واک غزیدو پر خلاف وار له مخه د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو خبرداری ورکړی او وايي، چې د اساسي قانون د یو شپېتمې مادې له مخې د ولسمشر کاري موده د پېنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ پای مومي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر وایي، چې مونږ به د حکومت د رهبرانو د واک غزونې په وړاندې له سیاسي فشارونو، ملي او قومي غوراویو او قانوني سوله ییزو لارو د واک غزونې مخه ونیسو.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود وایي، چې د حکومت دغو رهبرانو په تېرو پېنځه کلونو کې خلکو ته کوم کار هم ندی کړی. ان د رڼو ټاکنو زمینه یې نده رامنځته کړې، په نورو ۵ میاشتو کې هم څه نشي کولی.

دغه نوماندان ډېر حساس ښکاري او د حکومت د رهبرانو د کار د دوام په صورت کې د خطرناکو پایلو خبرداری ورکوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالطیف پدرام وایي، چې دولتي امکانات د ځان په ګټه راڅرخوي او په مدیریت شويو ګومارنو کې لاسوهنه کوي او په دې توګه د واک غزونې پر لوري هم روان دي.   

ولسمشر غني، چې کله په دوه زره څوارلسم کال کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند و؛ په خپلو خبرو کې یې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته د غبرګولي لومړۍ نېټه ور په یادوله، چې ګواکي قانون پلی کړي. اوس ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې سترې محکمې د ولسمشر د کاري دورې د غزولو پرېکړه کړې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندانو په خپله نننۍ خبري ناسته کې تازه خبره نلرله، یوازې خپلې مخکېنۍ خبرې یې تکرار کړې.

نوموړي زیاته کړې؛ د اساسي قانون د تفسیر یوازنۍ مرجع د افغانستان د اسلامي جمهوریت ستره محکمه ده او هر ډول ترتیباب په اصطلاح (موقت او یا سرپرست حکومت) د اساسي قانون او نظام خلاف دي. سیاسي ګوندونه او اشخاص په خپله خوښه قانون نشي تفسیرولی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په مخکیني حکومت کې د ټاکنو د ځنډ په اړه د افغانستان ولسمشر د خبرو ویدیو د سترې محکمې د نظر له اعلان دمخه وه او وروسته له هغې، چې سترې محکمې د وخت د ټاکنو په اړه نظر اعلان کړ، ولسمشر غني د سترې محکمې پرېکړې ته درناوی وکړ.

همدارنګه د ټاکنو قانون د ۱۰۴ مادې شپږمه فقره په صراحت ټینګار کوي: که ټاکنې شاته واچول شي یا وځنډېږي، په دې قانون کې درج شوي ټاکنیز مقامونه د ټاکنو تر ترسره کیدو او د هغو د پایلو تر اعلان پورې خپل کار ته دوام ورکوي.

سترې محکمې د اساسي قانون د یو شپېتمې مادې په تفسیرولو سره، د ولسمشریزو ټاکنو  د ترسره کیدو تر وخته په واک کې د ولسمشر د پاتې کیدو تائيد کړی؛ خو ځينې سیاستوال او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د سترې محکمې له دغې پرېکړې سره مخالفت ښيي.

خبریاله دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version