تازه خبرونه

د کندهار په زندانونو کې د جنرال عبدالرزاق تر رهبرۍ لاندې بندیان ځوریږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملګري ملتونه وایي، د کندهار په زندانونو کې چې د عبدالرازق تر رهبري لاندې دي؛ د ځورونو بېلابېل ډولونه روان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ځورونې ضد کمیتې په څو هېوادونو کې د بندیانو د ځورونې په اړه رپوت خپور کړی دی.

د دغې کمیتې رییس ینس مودویګ وایي، چې د کندهار په زندانونو کې د بندیانو شکنجه په بېلابېلو بڼو روانه ده.

په افغانستان کې مجرمینو ته د معافیت فرهنګ د دغه رپوت مهمه برخه ده.

د نوموړي په وینا؛ کوم معلومات، چې مونږ لرو، په کې ډېر جدي تورونه شتون لري، چې د هغه تر قومندې لاندې لکه، چې مې یادونه وکړه، د بندیانو ځورونه پر لپسې پر سیستماتیک بڼه روانه ده.

دا هغه معلومات دي، چې مونږ یې لرو او هغه  مو له چارواکو سره هم یاد کړي دي. هیله من یو، چې مرسته مو کړي وي. هغه کسان، چې په کندهار کې مسوول دي؛ د امنیه قومندان په ګډون ځواب ویونکي ووسي.

د  افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم وایي، چې سږ کال یې په ټول هېواد کې د شکنجې اته شپېته پېښې ثبت کړي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دغه رپوت رد کړی او په ډاګه کړې یې ده، چې تر شا یې د پاکستان د استخباراتو لاس دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version