تازه خبرونه
د ولسي جرګې ریاستي شخړې ته ۲۷ کسیز پلاوی وټاکل شو
د ولسي جرګې غړي وایي، د ولسي جرګې د ریاست د څوکۍ پر سر د کمال ناصر اصولي او میر رحمان رحماني تر منځ د را ولاړې شوې لانجې د حل پېنځلس کسیز کمیسیون د ستونزې پر حل ندی بریالی شوی؛ نو، ځکه پر درېیمه ورځ اووه ویشت کسیز پلاوي ته د ستونزې د اوارې دنده وسپارل شوه.
د ولسي جرګې امنیتي مامورینو، چې په غونډه کې د نظم د برابرولو هڅې یې کولې؛ د کمال ناصر اصولي د پلوي غړیو لخوا ژوبل شول.
د ولسي جرګې پېنځه امنیتي کسان د شخړو له کبله ټپیان شوي، چې د ولسي جرګې د نورو غړیو غبرګونونه یې را پارولي دي.
دوی وایي، چې د جرګي د ریاست یرغمل کول نور د زغم وړ ندي.
د ولسي جرګې د ریاست له ټاکنو وروسته د را ولاړې شوې ستونزې د حل لپاره ګومارل شوی نوی پلاوی به د کړکېچ پر حل بریالی شي او که نه؟ دا به راروانې ورځې وښیي.