تازه خبرونه
د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر اختلاف پېنځه ورځنی شو
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د دې ستونزې د حل په تړاو د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ پر څېړنو کار شوی وای؛ خو اختلاف سبب شو، چې عمومي ناسته بې پایلې پاتې شي.
د ولسي جرګې ځینو غړیو ټینګار کړی، چې ځینې کړۍ د کړکېچ له لارې غواړي ولسي جرګه یرغمل او له دې حالت شخصي ګټې پورته کړي او ان خبره تر دې بریده ورسیده، چې ځینو وکیلانو د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ پر غړیو برید وکړ.
د ولسي جرګې د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ غړی عبدالقیوم سجادي وایي، چې دوه انده دي؛ یو اند دادی، چې د رایو له مخې مخکې ولاړ شو او بل اند دادی، چې۱۳۰ کسانو د ۱۶ کسیزې جرګه ګۍ پرېکړه منلې او رای اچونه ترسره شي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازی سید عظیم کبرزاني وایي؛ دا سمه نده، چې مونږ په روان حالت کې چوپ پاتې شو. مونږ هم حق لرو؛ که د زور خبره وي، مونږ هم د زور خبره کولی شو. د دې ستونزې د حل لپاره منطقي لار شته او له دې کړکېچه باید شخصي ګټه پورته نشي او نه هم پارلمان ګروګان ونیول شي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی عبدالرووف انعامي وایي، چې بنسټیزه ستونزه د اداري پلاوي نشتوالی دی؛ هر څوک پخپل سر پاڅیږي او خبرې کوي.
د ولسي جرګې اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ ټینګار کړی، چې د دې جرګه ګۍ د ۱۶ غړیو د پرېکړې له مخې میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د ولسي جرګې د اووه ویشت کسیزې جرګه ګۍ غړی غلام حسین ناصري وایي؛ مونږ پوره څېړنې تر سره کړې، ښاغلی رحماني د ترسره شویو ټاکنو له مخې د رییس په توګه په رسمیت پېژندل کیږي.
په ولسي جرګه کې ناندرې وروسته له دې پیل شوې، چې د ولسي جرګې غړي په دوه ډلو ووېشل شول؛ میر رحمان رحماني د ولسي جرګې رییس اعلام شو، خو سیال یې کمال ناصر اصولي د ټاکنو پر پایلو اعتراض وکړ.
خبریال:خالد نیک زاد