تازه خبرونه

د کندهار- کابل پر لویه لار چاودیدونکي توکي ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د زابل ولایت چارواکي د کندهار- کابل پر لویه لار د سلګونه کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو له نيولو خبر ورکوي.

امنیتي مسوولين وايي، دغه چاودیدونکي توکې، چې په ۳۰۳ مسافر وړونکي موتر کې ليږدول کیدل له پاکستان څخه رالیږدول شوي وه.

دغه راز ویل کیږي، چې له دغو چاودیدونکیو توکو سره پر تړاو یې دوه کسان نيولي او دا مهال ترې پلټني روانې دي.

د زابل د امنیه قومندانۍ قومندان معراج الدین سادات وايي، سلګونه کيلو ګرامه چاودیدونکي توکي نيول شوي، چې کابل ته د یوه خونړي برید د تر سره کولو لپاره د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موتر په واسطه ليږدول کیدل.

نوموړی زیاتوي؛ یاد چاودیدونکي توکي په پاکستان کی جوړ شوي وه، چې زابل راوړل شوي وه او وروسته یې کابل ته ليږدول.

هغه ویلي، چې د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوی او ترې پلټنې روانې دي.

د زابل ولايت چارواکي که څه هم ډاډ ورکوي، چي د امنيتي پېښو د مخنيوي لپاره چمتوالى لري؛ خو له دې ولايت څخه هره ورځ د جګړو خبرونه خپريږي او دې کار خلک انديښمن کړي دي.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version