تازه خبرونه
د پکتیا یو قومي مشر په ماین چاودنه کې وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سردار ولي تبسم آریانانیوز ته وویل نن سهار د څمکنیو ولسوالۍ په شهرنو بازار کې د یوه موتر چسپکي ماین چاودنه کړې، چې په کې د پټان ولسوالۍ قومي مشر لالا جان وژل شوی او دوه نور ملکي وګړي ټپیان دي.
د دغې پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
پکتیا ولایت د هېواد په جنوب کې یو له ناامنه ولایتونو دی، چې د مرکز په ګډون یې په لیرې پرتو سیمو کې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.