تازه خبرونه

د ولسي جرګې د لانجې غوڅولو لپاره یوه بله ۲۵ کسیزه کمیته جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د رییس ټاکلو په تړاو د را پورته شوې لانجې غوڅولو لپاره یوه بله پېنځه ویشت کسیزه کمیته جوړه شوه.

ولسي جرګه کې د رییس ټاکلو لانجه اوس هم پای ته نده رسیدلې او د ولسي جرګې ځینې غړیو لدې مخکې ویلي وه، چې د رایو پر اکثریت رییس ټاکل شوی؛ خو د ځینو وکیلانو سلیقه یي چلند د دې سبب شو، چې اداري پلاوی بشپړ نشي. ځینې نور وکیلان دا وضعیت د منلو وړ نه بولي او وایي، بې پرې کمیته جوړه شوې، چې قانوني حل لار ومومي.

په ولسي جرګه کې د زابل استازی حمیدالله توخي وایي، د ولسي جرګې د بې برخلیک حالت څخه ستړي شوي يو او باید د ملت کور دغې ستونزې ته د حل یوه قانوني لار ولټول شي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي حبیب الرحمان پدرام ټینګار کړی، چې باید یوه مشخصه اجنډا د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ د برخلیک ټاکلو لپاره د رایو پر اکثریت عملي شي.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازې نوریه حمیدي ټینګار کوي که د ولسي جرګې اوسنی کړکیچ حل نشي، خلک به د ولسي جرګې پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړي.

د ولسي جرګې ځينې نور غړي وایي، ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ د ولسي جرګې ځینې غړي د دې کړکیچ د حل لپاره خپل دریځ اعلام کړي او باید مشخصې کړۍ د دې ستونزې د حل پر وړاندې خنډ نشي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version