تازه خبرونه

د ولسي جرګې مرستیالان وټاکل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سې شنبې پر ورځ( د چنګاښ ۱۱) د ولسي جرګې د اداري پلاوي په درېیم ځل ټاکنو کې د ننګرهار استازی امیر خان یار د ۱۳۱ رایو په تر لاسه کولو د جرګې د رییس لومړی مرستیال شو.

ویل کیږي، چې د نوموړي سیال محمد الله بتاش بریالی نشو، چې د دغې څوکۍ لپاره بشپړې رایې خپلې کړي.

دغه راز په ولسي جرګه کې د بلخ استازي احمد شاه رمضان وکولی شول، چې د دوه یم مرستیال د  څوکۍ لپاره ۱۱۹ رایې تر لاسه کړي.

د یادوني ده  چي د اداري پلاوي لپاره تېره ورځ نوماندان بریالي نشول، چې په دوه یم ځل هم پنځوس جمعه یو رایې خپلې کړي؛ نو د ولسي جرګې د ریاست د پرېکړې له مخې د مرستیالۍ لپاره دغو بریالیو نوماندانو سیالي پیل کړه او د اداري پلاوي لومړی او دوه یم مرستیالان وټاکل شول..

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې د دارالانشاه لپاره ټاکنې تر سره شوې ندي 

Trending

Exit mobile version