تازه خبرونه

د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو برخلیک معلوم ندی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان ټاکنزې منډې تړې؛ ځکه پیکه بولي، چې د تلې پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو برخلیک معلوم ندی.

د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان وایي؛ سوله او ټاکنې د یو بل پر وړاندې واقع شوې دي.

دغه نوماندان وایي، د سولي خبرو پر ټاکنو سیوری غوړولی او دا شاید ټاکنې د تلي له ۶ مې وځنډوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي، چې د سولي په خبرو اترو کې پرمختګ او د حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولي د هوکړه لیک له لاسلیک کیدو سره به ولسمشریزې ټاکنې وځنډیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ، ځکه خپلو ټاکنیزو هڅو ته پوره پاملرنه کړې، چې که سوله وشي ټاکنو ته بیړه په کار نده او یو لنډمهاله به راجوړ او عادلانه ټاکنو ته به زمینه برابره شي.

د ځینو کسانو په باور که حکومت د تلي پر شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي؛ اوسنۍ جګړه به په بله بڼه د پېنځه کلونو لپاره په افغانستان کې روانه وي.  

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې غړی انوارالحق احدي وایي، چې  که سوله ژر شونې نه وي؛ مونږ نشو کولی، چې د سولې هوکړې ته کلونه په تمه وو. ټاکنې اړینې دي او باید تر سره شي.               

حکومت ټینګار کوي، چې ټاکنې به د تلي پر شپږمه سل په سلو کې ترسره شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، چې ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي؛ سوله او ټاکنې دواړه د خلکو غوښتنې او د حکومت لومړیتوبونه دي.

که څه هم د سولي خبرې چټکې روانې دي؛ خو آیا د ټاکنو کمیسیون کولي شي، ټاکنې پخپل وخت ترسره کړي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسه هوا علم نورستانۍ هم د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د تلې شپږمه سره کرښه یادوي او وایي، چې د ټاکنو تر سره کولو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی او کمیسیون هم اړ دی، چې د تلې پر شپږمه ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي.

که څه هم د ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګار کیږي؛ خو تراوسه روښانه نده، چې ټاکنې ترسره کیږي او کنه؟ د دغه وضعیت مسوول څوک دی؟ سیاسي ګوندونو په ځلونو ویلي، چې غني د سولې له لړۍ څخه سیاسي او ټاکنیزه ګټه پورته کوي.

همدا دلیل دی، چې ولسمشر غني او د واک شریک یې عبدالله عبدالله په ټاکنیزو هڅو کې بوخت دي. په داسې حال کې، چې پاتې نور نوماندان یا کمپاین نکوي یا هم په وقفه یي ډول کمپاین پر مخ وړې.

Trending

Exit mobile version