بلخ @ps
د کندوز قلعه زال ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو
د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوي دوست محمد په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.
د کندوز ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالحمید حمید پېښه منلې او آریانا نیوز ته یې په ډاګه کړې، چې مولوي دوست محمد د خپلو نورو اووه طالب وسلوالو سره په یوه برید کې وژل شوی او څلور نور یې ټپیان دي.
د کندوز ولایت قلعه زال ولسوالي یوه له ناامنو ولسوالیو څخه ده، چې د طالبانو لخوا د منصوري نومو پسرلنیو عملیاتو له پیل سره سم د روان لمریز کال د غویي پر ۱۶نیول شوې وه او د ملي اردو ځواکونو ترې هغه مهال شاتګ کړی و.
حکومتي ځواکونو د غه ولسوالي له لس ورځني ځنډ وروسته بېرته د طالبانو له ولکې خلاصه کړه.
کندوز ولایت طالبانو ته ډېر ستراتیژیک ارزښت لري، چې د دوه کلونو په بهیر کې دغه ولایت دوه ځله لاس په لاس شوی هم دی.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.