تازه خبرونه
د کندهار په زون کې د داعش د شتون اوازې د منلو ندي- حیات الله حیات
په دې وروستيو کي داسي ګنګوسې وې، چي په کندهار کي هم د داعش وسلوالې ډلي خپل د جلب او جدب لپاره کسان ګمارلي او غواړي په دې سيمه کي فعاليت پيل کړي؛ خو د کندهار ولايتي چارواکي دلته د داعش د شتون اوازې په کلکه ردوي.
کندهار والي حیات الله حیات وایي، چې په تېره مياشت کي دوه کسان له داعش سره په تړاو ونیول شول، چي هغه هم کونړ ولايت ته پر لاره ول؛ خو په کندهاراو نورو اړوند ولایتونو کې تر اوسه داسي وسلوال ندي موندل شوي، چي له داعش سره تړاو ولري.
د دې ولايت امنيه قومندان تورنجنرال تادين خان ويلي، چې داعش وسلوال نشي کولى په دې ولايت کې فعاليت پيل کړي؛ ځکه د امنيتي ځواکونو تر څنګ يې عام خلک هم پر ضد ولاړ دي.
هغه زیاته کړې، چې داعش د افغانستان لپاره نه، بلکې د سیمې په کچه هڅې لري؛ نو، ځکه پر ولايتونو زيات تمرکز نکوي.
د قومندان تادین خان د څرګندونو له مخې؛ د دې لپاره، چي دلته داعش فعاليت پيل کړي؛ له وړاندې د خلکو د غبرګون معلومولو لپاره اوازې خپروي، خو امنيتي ځواکونه د داعش د فعاليت د مخنيوي لپاره چمتو دي او هيڅ کله به دغې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړ شي.
دا په داسي حال کي ده، چي د داعش د فعاليت اوازو خلک انديښمن کړي دي.
خبریال: بریالی رحیمي