تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به په څو ساعتونو کې خپلې سیالۍ پیل کړي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييسه حوا علم نورستانۍ وایي، نوماندان کولی شي، چې د زمري له شپږمې نېټې خپلې ټاکنیزې منډې ترړې پیل کړي او د کمپاین لپاره پوره دوه میاشتې وخت په پام کې نیول شوی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رييسه زهره بیان شینوارې ويلي، چې نوماندانو ته یې ځینې قانوني محدودیتونه وضع کړي، چې د ټاکنیز کمپاین پر وخت یې باید په پام کې ونیسي.
هغه وایي، چې له حکومتي امکاناتو باید ګټه پورته نشي.
د ولسي جرګې غړې شاه گل رضایي وایي؛ نوماندان دې د ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې هڅه وکړي، چې د هېواد د ستونزو د اوارۍ لپاره داسې کړنلارې وړاندې کړي، چې وکولی شي، رای ورکوونکي ځان ته رامات کړي.
که څه هم ناامني د ټاکنو په وړاندې یوه جدې ستونزه ګڼل کیږي؛ خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي او وایي، چې ځواکونه مو په اړوند سیمو کې ځای پرځای شوي دي.
د ولسمشرغني په رهبرۍ ټاکنیزې ډلې پر یو شمېر نوماندانو تور لګولی، چې له وخت مخکې یې ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي دي!
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون منشي قاسم الیاسي وايي؛ ډېر هغه شکایتونه، چې درج شوي د حکومتي کړیو لخوا دي.
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اتلس نوماندان ولاړ دي او د یکشنبې ورځې به له خلکو سره خپل پلانونه او تګلاري شریکې کړي.