تازه خبرونه

د ولسي جرګې ۱۷ پېر بشپړ ناکام او په چارو کې پاتې راغلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د دغې جرګې اووه لسم پېر(دوره) تر اوسه بشپړ ناکام او په خپلو چارو کې پاتې راغلی دی.

په داسې حال کې، چې هېواد سختې شېبې تېروي؛ خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې دغه پېر د کار له پایله تر اوسه په خپلو چارو کې پاتې راغلې او بشپړه ناکام دی.

دوی ویلي؛ کله، چې ځانګړې اجندا نه وي؛ عمومي غونډه هم نه جوړیږي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي؛ په تېرو څو میاشتو کې یوازې یو ځل پر ځانګړې اجندا غونډه شوې او  بله اجندا مو نه درلوده، چې دا یو ناورین دی. داسې خلک ولسي جرګې ته راغلي، چې خپل مسوولیتونه نه تر سره کوي او په خواشینۍ، چې ځان او خلک غولوي.

د جرګې ځينې نور غړي باوري دي؛ د جرګې د غړیو تر منځ سیاسي معاملې روانې دي، چې د جرګې حیثیت ته یې زیان اړولی دی.

په ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقیس روشن وایي، چې مونږ ډېر لږ کسان راغلي یو او په ډېرو کمیسیونونو کې هم کار نشته. مونږ نه پوهیږو، چې د دې جرګې کاري برخلیک به څنګه شي.

د و لسي جرګې د بلخ استازی رييس عبدالخالق وایي، چې هره ورځ په کمیسیونونو کې د کال پر منځنۍ بودجې ګډ بحثونه او خبرې روانې وي؛ ځکه غواړو، چې د دغې بودجې پر وړاندې شته خنډونه له مخې لیرې کړو. له همدې کبله د ولسي جرګې دوبنۍ رخصتۍ مو هم ځنډولې ده.

ولسي جرګې د کال منځنۍ بودجه رد کړې او ټاکل شوې، چې په راتلونکیو ورځو کې یې له بدلونونو وروسته بیا په عمومي اجندا کې ونیسي.

د ولسي جرګې غړیو ویلي وه، چې حکومت په یاده بودجه کې له اړتیا پرته بدلونونه راوستي وه او له همدې کبله رد شوې ده.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version