تازه خبرونه
د ولسمشرۍ ټاکنو پخپل وخت تر سره کیدل اړین کار دی- اشرف غني
په داسې حال کې، چې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو ټاکنیز کمپاینونو ته چمتوالی نیسي؛ خو ولسمشر غني د کابینې په ناسته کې ویلي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې پخپل وخت کیږي او دا اړین کار دی. که د دولتي چارواکو د مداخلو په اړه مستند شکایتونه وشي؛ نو ژر به اقدام وکړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې له جمهوریت دفاع کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د ټاکنو د تر سره کیدو ډاډ ورکوي وایي، چې ټاکنې به د تلې پر ۶ تر سره شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس، ټینګار کوي، چې د دغه د عملیاتي پلان له مخې؛ د تلې پر ۶ د ولسمشرۍ ټاکنې زمونږ سره کرښه ده او خلکو ته د رڼو ټاکنو د تر سره کولو ډاد ورکوي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی نعیم اصغري وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پروګرامونه عملي ندي او پخپل وخت پر مخ نه ځي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې د ټاکنیزو کمپیاینونو د ځنډولو اعلان وکړ او دغه راز څو ورځې مخکې طالبانو هم خبرداری ورکړی و، چې په ټول ځواک به د تلې پر شپږمه د ټاکنو د تر سره کیدو مخه ونیسي.