تازه خبرونه
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ
د ملي وفاق ټاکنیزې ډلې مشر احمد ولي مسعود وایي، که چانس یاري وکړه او بریالی شو؛ د حکومت فاسدې څېرې به محکمې ته راکاږي او له توپیري چلند پاک حکومت به جوړ کړي.
هغه څرګندوي؛ داسې حکومت نه مني، چې د درغلیو پر بنسټ جوړ شوی وي.
د دې ډلې دوه یم مرستیال عبداللطف نظري ویلي، چې د جنسي ځورونو، تعصب او بې عدالتي ستونزو ډېر ځورولی او که بریالي شول ور سره کلک چلند کیږي.
د ملي وفاق ټاکنیزې ډلې د ټاکنیز کمپاین مسوول حبیب الرحمان پدرام پر حاکمې ډلې د نیوکو تر څنګ وویل، چې هېواد مو په تېرو څو کلونو کې د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې پر شپږمه تر سره شي؛ خو د ټاکنو پر وړاندې ناامني او د سولې خبرې لوی خنډونه یادیږي. اوسنی ولسمشر، چې د ټاکنو یو نوماند هم دی وایي، ټاکنې به پخپل وخت تر سره شي.